[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
امنیت شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې نن (جمعه) له غرمې وروسته به په دې اړه رایه اچونه وشي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر له خوا پر ځایي وخت (د کب ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د امنیت شورا غړو هېوادونو د رایو په اتفاق سره هغه مصوبه پاس کړه چې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره د تمدید غوښتنه پهکې شوې وه.
سرچینې زیات کړې چې د یوناما دغه ماموریت به د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې دوام وکړي.
امنیت شورا د افغانستان له ټولو اړخونو غوښتي چې له یوناما سره د ماموریت په ښه ترسره کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز یادې شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د افغانستان وروستیو حالاتو په تړاو په هرو درېیو میاشتو کې راپور دې شورا ته وړاندې کړي.
د یوناما ماموریت چې تېر کال تمدید شوی و، ټاکل شوې سبا (شنبه) پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، یوناما په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د افغانستان د وخت حکومت په غوښتنه جوړ شوی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP