ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال راستانه شوي

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال راستانه شوي

author avatar
21 Mar 2024 - 14:42
تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف
author avatar
21 Mar 2024 - 14:42

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۲۳۴۵ کسان کېږي، د تېر کال د کب میاشتې له ۲۴مې د وري تر لومړۍ پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۹۹ کورنۍ او ۵۰۴ کسان له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۱۸۴۱ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د کب میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰۳۴ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راغلي وو.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.