جلال اباد (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې يو کس خپله مېرمن، اينګور او زوی وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصیر زابلي د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال اباد ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند عظیم اباد سیمه کې یو کس د روژه ماتې پرمهال خپله مېرمن، انګور او زوی په ډزو وژلي دي.
هغه زياته کړه، د پېښې ځای ته د اتمې امنیتي حوزې منسوبینو ځان رسولی، یاد کسان چې لومړی ټپيان وو، روغتون ته يې رسولي خو د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د هغه په وينا، قاتل د پېښې له ځای تښتېدلی و، خو امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې نوموړی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دی زياتوي، نيول شوی کس اوس مهال په یاده حوزه کي تر پوښتنو او ګرويږنو لاندې دي چې وروسته به د لا څيړنو لپاره د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته انتقال شي.
د سيمې يو اوسېدونکي ظفر خان پژواک ته وويل چې دغه پېښه د خواښې او اينګور ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې خو امنيتي مسوولين وايي، دقیق علت یې لا نه دی معلوم شوی.

GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP