چاریکار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د توپدرې له سټوپې ۱۷ ټایلنډي ګرځندویانو لیدنه وکړه.
پروان کې د توپدرې سټوپه يوه له تاريخي ابدو ده چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله مخینه لري.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او ګرځندوی امر عتيقالله صافي چې یادو ګرځندویانو ته یې معلومات ورکول ویلي، دغه ریاست سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی او هڅه کوي لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته وخت کې د یادو ګرځندویانو ډلې مشر پروان ولایت ته د خپل سفر موخه د تاريخي او لرغونو ځايونو ليدنه یاده کړه او ویې ویل چې دوی افغانستان یو با امنه او د ژوند رښتینی رنګ لرونکی هېواد وموند.
د هغه په خبره، افغانستان ډېر په زړهپورې دی او د دغه هېواد لرغوني تاريخ دې ته اړ کړل څو راشي او له نږدې یې وګوري.
هغه له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له لرغونو او سیاحتي ځایونو یې لیدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP