ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د استعدادونو قدر کوو او په ازموینو کې بریا به د قابلیت پر بنسټ وي

حقاني: د استعدادونو قدر کوو او په ازموینو کې بریا به د قابلیت پر بنسټ وي

author avatar
24 Mar 2024 - 16:22
حقاني: د استعدادونو قدر کوو او په ازموینو کې بریا به د قابلیت پر بنسټ وي
author avatar
24 Mar 2024 - 16:22

ابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د ازموینې ملي ادارې مشر وایي، دغه اداره په روڼتیا سره خپله دنده ترسره کوي او دا د ا.ا ذمه‌واري ده چې د ولس د اولادونو او د هغوی د استعدانونو قدر وکړي څو هېواد مو د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي.

د ازموینې ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وایي، له زده‌کړوسره د افغانانو مینې وښوده چې د کانکور په تېره ازموینه کې یې شمېر تر پخوا ډېر و، یادې ادارې هم ورته اسانتیاوې برابرې کړي او وړاندیز یې کړی چې بېرته هېواد ته راستنو شوو کسانو ته امتحان کې د حق‌الشمول پیسې معاف شي.

حقاني وایي، د هېواد پرمختګ او ترقي په علم سره راځي، خو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بد حالت تېر شوی او ورسره د افغانستان تعلیمي او تحصیلي بنسټ زیانمن شوی دی.

ده وویل چې یو ځوان د زده کړو لپاره ۱۶ کاله زحمت ګالي، کورنۍ یې هم په دې برخه کې پر ځان سختۍ تیروي او د داسې تحصیل لرونکو ځوانانو راتلونکې هم د هغه کورنۍ او هم د هېواد لپاره مهمه ده.

هغه د ازموینې ملي ادارې اهمیت او کړنو ته په پام زیاتوي: «دا به هلته کېږي چې نظام دغه ډول یوه شفافه اداره ولري چې یو ځوان چې زحمت یې ایستلی وي د هغه قدرداني وشي، بیا به هغه ملک په هر میدان کې ترقي کوي.»

حقاني وایي، د اسلامي امارت دا ذمه‌واري ده چې د ولس د اولادونو او د هغوی د استعدانونو قدر وکړي او خلکو ته هم ډاډ ورکړي چې د اولادونو استعدادونو ته یې په درنښت کتل کېږي.

دی زیاتوي:«هغوی (ولس) ته دا ووايي چې دلته پیسه مهمه نه ده، واسطه مهمه نه ده، بلکې دلته خواري مهمه ده، په دې طریقې سره چې ځوان مطمین شي چې زما خواري رنګ راوړي، نو ځوان کوښښ کوي، خو که چېرې دغه ډول اطمینان ځوان ته ورنه کړل شي، بیا ځوان خواري نه کوي او چې ځوان خواري ونه کړي نو استعدادونه منځ ته نه راځي او چې استعدادونه منځ ته رانه شي نو بیا به د یو هېواد هره برخه کمزورې وي.»

شیخ حقاني وایي، اړینه ده چې د هېواد او ولس لپاره د ازموینې ملي ادارې په څېر یوه بې‌پرې اداره وي څو د ځوانانو د استعدادونو سم تشخیص وکړي، د استعداونو قدر یې وکړي او په ازموینه کې بریا یې د قابلیت پر بنسټ وي.

هغه زیاتوي: «د ځوانانو لپاره زموږ اداره ډېره مهمه ده. دغه ډول دا اداره په نورو هېوادونو کې هم ارزښت لري، موږ چې د دنیا په کلي کې ژوند کوو، نو باید له نړۍ سره ځان برابر کړو، لکه څنګه چې دنیا کې دا ادارې موجودې دي او ځوانانو ته شفافې پروسې ورکوي، ځوانانو ته اعتماد ورکوي، نو زموږ اداره هم ځوانانو ته دا اعتماد او باور ورکوي چې تاسې به مایوسه کېږی نه او شفافه اداره موجوده ده، نو له دې سره به ولس او ځوان حوصله اخلي او په دې سره د افغانستان د ابادولو توقع کیدای شي.»

د ازموینې ملي ادارې مشر، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پخوا دا ډول باور موجود نه و؟ وویل:« په تېر کې وضعیت خو پټ نه و، ځوانانو ډېرې پریشانۍ لرلې، اوس د اسلامي امارت په راتلو سره په دې اداره او نورو ادارو کې ډېر سهولتونه رامنځته شوي، د دې سهولتونو په پایله کې زموږ په تېر کانکور کې تقریباً شل زره تعداد زیات شوی و.»

ده په دې اړه چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د ازموینې ملي اداره کې کوم بدلونونه راغلي؟ وویل: «الحمدلله ډېر بدلونونه هم راغلي، سهولتونه هم راغلي، د ولس په ځوانانو کې ناامیدي ختمه شوې، خوشحاله دي، تاسې ولیدل چې په تېر کانکور کې په ټول هېواد کې شکایت نه و، زموږ په راتلو سره د خدماتو … په برخه کې تقریباً ډېر وسعت راغی، موږ ډېر امتحانونه اخلو، په تېر کال کې موږ تر ۴۰ ډېر امتحانونه واخیستل، د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو لپاره، د طبي جوازونو، په ادارو کې استخدام لپاره، د سویې د تثبت ازموینې، دغه ډول ډېرې نورې ازموینې مو اخیستي دي، بل د خدمتونو په برخه کې ډېر سهولتونه رامنځته شوي … مثلا یو سهولت دا چې مخکې به مو د امتحان د پارچې وخت دوه نیم ساعته و، خو موږ څلور ساعته وخت ورکوو، بل دا چې مخکې به چې کومې پوښتنې وې زړې وې، اوس موږ نوې پوښتنې جوړې کړې، د پوښتنو جوړولو لپاره مو متخصص استادان وګومارل، مخکې به پوښتنې ترجمه کېدې او موږ دغه د ژباړې تصور له منځه وړی، مخکې به په دوو ژبو ازموینه اخیستل کېده، خو اوس یې په څلورو ژبو اخلو، عربي او انګریزي په کې اصافه شوي، مخکې به چې چا امتحان ورکړ یو به په ۱۶۰ نومرو کامیاب و، بل به په ۳۰۰ کې ناکام و، دا د بې‌نتیجې مشکل حل شو، بې نتیجې کس ته پنځه چانسه نور ورکوو، دا یو څو بېلګې وې چې تاسې ته ما ووېیلې.»

د ازموینې ملي ادارې مشر په دې اړه چې ازموینه کې بې‌نتیجې نه پاتېدل کېدل به ځینې ځوانان د درس په اړه بې پروا نه کړي؟ وایي:« نه نه، مخکې خو مایوسې وه ډېره، یو ځوان به په پنځو انتخابونو کې ۳۰۰ نومرې هم اخیستې وې، بې نتیجې به و، هغه به مایوسه شو، اوس خو ځوانانو ته حوصله ورغله چې زما خواري ځای نیسي.»

حقاني زیاتوي چې سږ کال هم ځوانانو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي، څو د نړی بازار ته ووځي، هلته کار وکړي او هېواد یې له سیالانو سره سیال کړي.

هغه وویل چې د کانکور په اړه د شکایتونو اورېدو خپلواکه اداره جوړه شوې ده.

دی زیاتوي: «د شکایتونو د اورېدو دوې مرحلې وي، کله چې کانکور ازموینه واخیستل شي، درې ورځې وخت ورکوو او اعلان کوو چې هر څوک که شکایت لري دې برخې ته مراجعه کولی شي، هر ګډونوال چې شکایت ولري او هغه شکایتونو چې مخې ته راشي، په دې باندې غور کېږي، هغې نه بیا موږ نتیجه اعلانوو، خو که بیا هم څوک اعتراض لري موږ ته مراجعه کولی شي، معقول شکایتونه یې اورو.»

هغه په دې اړه چې د ځینو په اند په وروستیو کلونو کې له زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې، وویل، په دې کې شک نشته چې غربت دی، ځینې افغانان په سخت حالت کې ژوند کوي او په ټوله نړۍ کې اقتصادي بحران دی.

 دی زیاتوي: «دا پریشانۍ ښيي چې ځوانان د کور د ضرورتونو پوره کولو لپاره بهر ملکونو ته لاړ شي، دا زموږ مجبوري ده، خو افغانان ډېر همت‌ناک خلک دي، د همدې مشکلاتو ترڅنګ له تعلیم او زده کړو سره مینه لري، بیا هم د تېرو کلونو په پرتله په تېر کانکور کې زموږ تعداد زیات و؛ یعنې دا عجیبه ده، د دې پرځای چې زموږ تعداد کم شوی وای، زیات شوی و، ولس خوشاله دی او امن دی، نو خلکو سره حوصله پیدا شوه، ولس خپل اولاونه زده کړو ته راوباسي.»

دی وایي، هغه ادارې چې د کارکوونکو د استخدام لپاره یې د ازموینې ملي اداره ازموینې اخلي، هم د دغې ادارې له کار نه راضي دي، ځکه چې مشورې ورسره کوي، نظرونه یې اخلي او له ازموینې وروسته هم د احتمالي ستونزو په اړه له هغوی پوښتي.

ده وویل، نوره هڅه هم کوي چې ازموینو کې له نورو ادارو سره همغږي زیاته شي.

حقاني وایي چې د ازموینې ملي اداره د هغو ادارو په سر کې ده چې مسلکي خلک یې بهر ته نه دي تللي.

هغه زیاتوي: «زموږ په اداره کې ټول مسلکي خلک شته او کار کوي، زموږ اداره د مسلکي خلکو له پلوه ډېره ښه شوې او دا پته به خلکو ته هم لګیدلې وي چې څومره سهولتونه رامنځته شوي … موږ سره هغه خلک شته چې پخوا یې دلته کار کاوه، ځکه دا ولس دی او ولس په موږ حق لري چې کار وکړي، ټول به په شریکه کار کوو، په مشوره او په مینه به وطن ته کار کوو. دا زموږ خدمت پټ نه دی ځوانانو ته ښکاري ځکه ولس هم مطمین نه دی.»

د ازموینې ملي ادارې مشر له بهر نه راستنو شوو کډوالو ته د دغې ادارې له خوا د اسانتیاوو برابرولو په اړه وویل: «موږ د دوی لپاره څه امتیازونه چمتو کړي، له نورو ادارو سره شریک مزل کوو چې دوی ته سهولتونو برابر کړو، موږ پیشنهاد کړی چې دوی ته امتحان کې د حق الشمول پیسې معاف شي، ریاست الوزرا منظور کړی، اوس مالیې وزارت ته لېږدول شوی دی.»

 شیخ عبدالباقي حقاني ولس ته په خپل پیغام کې وایي: «په دې کې شک نشته چې دوی له سختو حالاتو تیریږي، غربت دی، پریشانیانې دي او موږ تبلیغاتي جنګ کې لا ښکیل یو، مختلف قسمه تبلیغات شته، طبعاً ځوانان هم پرېشانه کېږي، نو موږ باید له دې سره مقاومت وکړو، په تېرو څلوېښتو کلونو کې ولس ته معلومه شوه چې موږ ته هېواد بهرنیان نه جوړوي، باید خپله مټې را بډ وهو، کار وکړو، خپل وطن خپله جوړ کړو، والدینو ته مو دا پیغام دی چې زحمت وګالي او په خپلو اولادونو زده کړې وکړي، ځوانانو ته مو دا پیغام دی چې وخت ضایع نه کړي، لوړې زده کړې وکړي او له خپلو استعداونو ګټه واخلي.»

Views: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.