ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د څوۍ سیمې خلک زده‌کړو ته د خپلو ماشومانو له نه لاسرسي شکایت کوي

24 Mar 2024 - 13:06
24 Mar 2024 - 13:06

خوست‌ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو اړوند د څوۍ سيمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د روغتیايي مرکز ترڅنګ ښوونځی هم نشته او ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي.

د څوۍ سیمې قومي مشرانو او سپين‌ږيرو د معلوماتو له مخې، دغه سيمه د خوست له ښاره ۴۰ کيلومتره لرې ده او شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند په‌کې کوي.

يوه قومي مشر ولي‌زنګ پژواک ته وويل، په دې سيمه کې هيڅ ښوونځی او کلينيک نشته او ډېری ماشومان يې له زده‌کړو محروم دي.

هغه وايي چې دوی کلینیک هم نه لري او خپل ناروغان د درملنې په موخه تر مرکزي روغتونه په ډېرو سختيو رسوي.

دی زياتوي: «موږ دومره په تکليف يو چې بېګاه موږ ته خپل مريض پېښ شو، په يوه‌نيمه بجه زه له کوره ووتم، نه موټر پيدا کېده نه ډاکټر، نو په هر کور کې مريض پېښ شي چې مرکز ته يې ونه رسوو، بدون له هغه یې علاج نه شي کيدلی. يو کلينيک په نادرشاه‌کوټ کې لرو زموږ مربوط دی، خو د هغه او خوست مرکز ته مو فاصله يو ډول ده.»

د دې سيمې يو بل قومي مشر حاجي‌محمد هم پژواک ته وويل چې د ښوونځي او کلينيک نشتون ترڅنګ له وارداتي برېښنا هم بې‌برخې دي او د بيارغونې برخه کې هم دا سيمه له پامه غورځول شوې ده.

هغه دغه راز وويل، د سېلابونو له امله يې کرنيزې ځمکې له زيان سره مخ دي او د تګ راتګ لارې يې خورا خرابې دي‌.

هغه وايي: «موږ سړک ته احتياج لرو، کلينيک ته احتياج لرو، هيچا موږ ته توجه نه ده کړې، له لوړو مقاماتو  دا غواړو چې موږ ته خدمت وشي،  دلته موسسې کار وکړي.»

د څوۍ سيمې يوه بل اوسېدونکي زيت‌الله هم پژواک ته وويل چې دې سيمې ته په تېر کې هم هيڅ کار نه دی شوی.

هغه د حکومت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته ژر تر ژره د حل لار ولټوي.

هغه زياته کړه: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې زموږ هغه مشکلات چې په تېر شل کلن دوران کې نه دي حل شوي، اوس بايد دوی ورباندې کار وکړي څو زموږ اينده روښانه شي.»

ورته مهال د خوست مرستيال والي مولوي محبوب‌شاه قانت پژواک اژانس سره خبرو کې د يادې سيمې د اوسېدونکو ستونزې مني، خو زياتوي، هڅه کوي چې د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د دوی ستونزې حل کړي.

هغه وويل: «ان‌شاءالله په خپل نوبت به دې سيمې ته هغه څه چې لازم دي په راتلونکي کې رسېږي او دوی دې نااميده کيږي نه، موږ به ان‌شاءالله د دوی دغه وړانديز د پوهنې رياست سره هم شريک کړو او اړونده موسسې به هم دې ته متوجه کړو چې هلته هغه اوليه ضرورت لکه مکتب دی، کلينيک دی دوی ته توجه وکړي.»

مرستيال والي همدا ډول وويل، ولايتي اداره پلان لرې چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د څوۍ د سيمې سربېره ټولو هغه لرو سيمو ته د متوازن انکشاف له مخې پرمختيايي چارې ترسره کړي چې په تېر کې ورته کار نه دی شوی.

د یادونې ده، د څوۍ ترڅنګ د خوست د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکو هم پژواک ته ورته شکایتونه کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version