ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ماشومان باید په ورځ کې له دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي»

25 Mar 2024 - 13:25
25 Mar 2024 - 13:25

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د سترګو د ناروغیو یو ډاکټر په ماشومانو کې د لید ستونزو مخنیوی له عینکو د استفادې له لارې د درملنې وړ بولي او سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د ورځې له دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي.

د ډاکټرانو په وینا، د سترګو نږدې لید، لرې لید، زاویه او د سترګو په حرکت کې نه هم‌غږۍ هغه ستونزې دي ځینې ماشومان ورسره مخ کېږي.

د سترګو د ناروغیو متخصص او په کابل ښار کې د «د عثمان مسلم د سترګو تخصصي کلینیک» رییس ډاکټر محمدیوسف عثمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېری ماشومان د لرې لید، نږدې لید، د سترګو کمزورتیا او زوایې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي چې د سترګو ځینې ستونزې له پيدایښته په ماشومانو کې موجودې وي چې ډاکټر ته د مراجعه کولو له لارې ستونزه هوارېدای شي، خو که ډاکټر ته مراجعه ونه شي نو درملنه یې سختیږي.

د هغه په خبره، د سترګو کوږوالی چې د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي او پر لید اغېز کوي، له عینکو د استفادې له لارې یې درملنه کېدای شي.

هغه زیاته کړه، ځینې ماشومان چې نوي زیږیږي، نو د سترګو له ستونزو سره مخ وي چې پایله کې د سترګو د کمزوزتیا لامل ګرځي.

د هغه په وینا، دغه روغتون ته د ورځې شاوخوا ۲۵ سلنه د سترګو پر ناروغیو اخته ماشومان مراجعه کوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ سلنه یې د سترګو له بېلابېلو ناروغیو سره مخ وي.

عثمان له کورنیو غواړي چې د سترګو پر ناروغیو اخته ماشومان له هرو شپږو میاشتو وروسته د معایناتو لپاره ډاکټر ته بوځي؛ ځکه عینکې د سترګو ساتنه کوي او د کمزورتیا مخنیوی یې کوي.

هغه په ټینګار سره وویل: «له عینکو استفاده د ماشومانو د سترګو ستونزې له منځه وړي او تر اووه کلنۍ دې په دوامدار ډول له عینکو استفاده وشي، د ماشومانو د سترګو په لید کې هم په لنډه او هم په اوږده موده کې ښه‌والی راځي.»

ډاکټر عثمان زیاته کړه: «خو که د معاینې پر مهال د ماشوم د سترګو سمه درملنه ونه شي، نو په راتلونکي کې به یې د سترګو کمزورتیا زیاته او له اووه کلنۍ وروسته به یې په درملنه کې ستونزه رامنځته شي چې د درملنې یوازې لس سلنه امکان به یې موجود وي.»

د هغه په وینا، د سترګو ستونزو ته په کتو د عینکو سپارښتنه کېږي، د بېلګې په ډول هغه ماشومان چې د نږدې لید له ستونزو سره مخ دي، د مثبت نمره لرونکو عینکو دې ګټه واخلي او د سترګو د لرې لید له ستونزو سره د مخ ماشومانو لپاره دې منفي نمره لرونکې عینکې وکارول شي.

نوموړي کورنیو ته سپارښتنه وکړه څو د خپلو ماشومانو سترګو ته پاملرنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې په دوامدار ډول ټلوېزیون ته وګوري، ای‌پټ او ګرځنده ځیرک ټیلېفونونه وکاروي.

هغه زیاته کړه: «ځیني ماشومان ډېری وخت په موبایل کې ګېمونه کوي، کارتوني ګوري چې د ماشومانو سترګو ته ډېر خطرناک دي او والدین باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي؛ ځکه چې د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي.»

د هغه په خبره، ځینې میندې او پلرونه د دې لپاره چې ماشومان یې ارام وي، خپل ځیرک ټیلیفون ورکوي چې ساعت پرې تېر کړي، خو یو ماشومان باید په ۲۴ ساعتونو کې په دوامدار ډول تر دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي.

په همدې حال کې، د کابل د شاه‌شهید سیمې اوسېدونکی محمدصابر اقبال چې د سترګو پر ستونزه اخته ورور یې د «مسلم عثمان د سترګو تخصصي کلینیک» ته راوستلی و، وايي: «ورور به مې تل د سترګو او سر له درده شکایت کاوه او ویل به یې چې یوه سترګه یې لید نه لري، تر دې چې ډاکټر ته راغلو، ډاکټر درمل او عینکې ورکړل او اوس ترې استفاده کوي.»

هغه وايي چې ورور یې د دې ترڅنګ چې نمره‌یي عینکې کاروي، د ډاکټر تر منظمې درملنې هم لاندې دی.

۱۳ کلن ساحل چې د ډاکټر تر درملنه لاندې و، ویې ویل: «له ماشوم‌توبه مې د سترګو لرې لید ستونزه درلوده او څو ډاکټرانو ته ورغلم، درملنه سمه نه وه، له عینکو استفاده کوم، عینکې چې لرې کړم سر مې په درد کېږي.»

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version