ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
26 Mar 2024 - 14:53
مزارشریف کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
26 Mar 2024 - 14:53

مزارشریف (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار په اتمې او نهمې ناحیو کې د اوبو مدیریت په موخه د یو کیلومتر کانال جوړولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروالۍ له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ښار په اتمې او نهمې ناحیو دشت‌شور سیمه کې د بارانونو اوبو مدیریت په موخه یې په بېړنۍ توګه د یو کیلومتر کانال جوړولو چارې پیل کړې دي.

د سرچینې په وینا، د دغه کانال جوړول د اتمې او نهمې ناحیو د اوسېدونکو په غوښتنه شوي او ښاروالۍ له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې سره دغه کانال جوړوي او داسې کومه ځانګړې بودجه ورته نه ده مشخص شوې.

سرچینه زیاتوي چې مزارشریف کې وروستیو ورښتونو د دې سیمې اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړې وې چې د دې ښاروالۍ انجینرانو د یاد سیمو د ویجاړیدو مخنیوي په موخه په بېړنۍ توګه د دغه کانال چارې پیل کړې.

بلخوا د مزارشریف ښار دشت‌شور سیمې اوسېدونکي د دغه کانال جوړېدو ته خوښي څرګندوي.

د مزارشریف ښار د دشت‌شور سیمې د علي خانې ګذر وکیل حسن اغا وایي، چې وروستیو ورښتونو د دغې سیمې ځینو کورونه ویجاړ کړي وو او له امله خلکو ته د راتګ ستونزې ډېرې شوې وې.

هغه زیاتوي چې خلکو ښاروالۍ ته د دې ستونزې د حل په موخه مراجعه وکړه او خوشاله دي چې ښاروالۍ یې غږ واوریده او د دغه کانال په جوړولو یې پیل وکړ.

اسدالله د دې سیمې بل اوسېدونکی هم وایي چې د دغه کانال په جوړیدو سره به د سېلابونو مخه تر ډېره ونیول شي.

د یادونې ده چې په هېواد کې د کانالیزاسیون د منظم سیسټم نشتون له امله د ورښتونو پرمهال ډېری وخت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ وي.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.