خوستښار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو بيو له لوړوالي شکايت کوي او له اړوند مسوولينو یې د کنټرول غوښتنه کوي.
هغوی زیاتوي، هر کال د روژې رارسېدو سره د خوراکي توکو بيې لوړيږي چې خلک یې بیا د پېرلو توان نه لري.
د خوستښار یوه اوسېدونکي احسان روان پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورو کلونو په څېر سږنۍ روژه کې هم یو ځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې له اړوند ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې بيې کنټرول کړي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
دی وايي: «په دې برخه کې یو څه اقدامات شوي خو لا هم په پوره او بشپړه توګه دا ستونزه نه ده هوارې شوې، زموږ به له ښاروالۍ غوښتنه دا وي چې په دې تړاو جدي اقدامات ترسره کړي.»
د خوستښار يوه بل اوسېدونکي رحمن ارمان بيا وويل: «هغه اصول چې ښاروالۍ د دوی لپاره وضع کړي تر اوسه پرې عمل نه دی شوی، نو زموږ توقع دا ده چې د نرخونو کنټرول لپاره چې کوم ميکانيزم جوړ شوی باید په سم ډول پر خلکو پلی شي او منظم نظارت ترې وشي.»
دغه راز د خوستښار یوه هټۍوال رحمتالله پژواک ته وویل چې د تېرې میاشتې په پرتله د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېره میاشت ۱۶ لېتره غوړي ۱۳۰۰ افغانۍ خو اوس ۱۳۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلويي بوره مخکې په ۳۰۰۰ افغانۍ اوس په ۳۱۰۰ افغانۍ، یو من دالنخود مخکې په ۶۰۰ افغانۍ، اوس په ۶۸۰ افغانۍ، یو من لوبیا مخکې په ۸۵۰ افغانۍ، اوس په ۹۰۰ افغانۍ، یو من خام نخود مخکې په ۶۵۰ افغانۍ او اوس یې نرخ ۷۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.
ده وویل چې د اوړو په نرخ کې کوم خاص تغییر نه دی راغلی.
رحمتالله وایي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو تقاضا لوړیږي نو ځکه یې نرخونه هم لوړیږي.
ورته مهال، د خوست ښار یو بل هټۍوال دینمحمد ځلاند بيا پژواک اژانس ته ومنله چې په روژې کې د د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او له نورو دوکاندارانو غوښتنه کوي چې په دې میاشت کې دې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
بل لور ته، د نرخونو د کنټرول او د اصنافو د تنظیم کمېسیون مشر ثوابګل پژواک اژانس ته وويل چې دوی په اونۍ کې درې ورځې د نرخونو کنټرول او څارنې لپاره ښار ته وځي.
هغه وايي: «دا یقیني خبره ده چې په بازار کې به د ځینو اجناسو بیې لوړې وي، په اونۍ کې موږ تقریباً درې ورځې اجراات کوو نو چې څومره مو وس وي نه مو دی سپمولی، کوښښ مو کړی چې نرخونه کنټرول کړو.»
د یادونې ده، له دې وړاندې د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم شکایتونه کړی و چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP