ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د تیرویید غدې د فعالیت کموالی د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې منفي اغیز کوي

ډاکټران: د تیرویید غدې د فعالیت کموالی د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې منفي اغیز کوي

author avatar
1 Apr 2024 - 19:48
ډاکټران: د تیرویید غدې د فعالیت کموالی د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې منفي اغیز کوي
author avatar
1 Apr 2024 - 19:48

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): ډاکټران وايي، ماشومانو کې د تیرویید غدې د فعالیت کموالی د قد ټیټوالي، ذهني کمزورتیا او نورو روغتیایي ستونزو لامل کېږي.

د ډاکټرانو په خبره، د تیرویید غده د انسان په وجود کې له مهمو غدو څخه یوه ده چې تیروییدي هورمونونه ترشح او تنظیم کوي او د بدن د متابولیزم په تنظیمولو کې اساسي رول لري.

ډاکټر ولي‌محمد ارین چې «د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټوټ» کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، تیرویید د انسان په وجود کې یوه له مهمو غدو څخه ده چې د تیروییدي هورمونونو د تولید او ترشح تنظیم پر غاړه لري او دا هورمونونه د بدن پر بېلابېلو سیسټمونو اغیز کوي.

هغه د بېلګې په توګه وویل، هورمونونه د دماغو ودې، د زړه حرکتونو، د کولمو حرکوتونو او د هډوکو په وده کې رول لري.

نوموړی وايي، ځیني وخت د بېلابېلو لاملونو له امله د یادې غدې په فعالیت کې کموالی او ډېروالی راځي چې پایله کې بېلابېلې ستونزې هم رامنځته کوي.

ډاکټر ارین وویل، یاده ستونزه په لویانو او ماشومانو کې رامنځته کېدای شي.

د نوموړي په خبره، د تیرویید غدې د کم فعالیت ستونزه بېلابېل عوامل لري او شتون یې خطرناکې پایلې لري‎؛ ځکه د ماشوم د قد ټیټوالي او د ذهني ودې کمروزتیا لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، یاده ناروغي ځینو ماشومانو کې د زېږون له وخته رامنځته کېږي، په داسې حال کې چې ځیني ماشومان د بلوغیت په سن کې او وروسته له هغه له دې ناروغۍ سره مخ کېږي.

سرچینه وايي، په نوي زېږېدلي ماشومانو کې کمزورتیا، د شېدو سم نه روول، د نس پړسوب او دوامداره زېړی د یادې ناروغۍ نښې دي او قبضیت، د پوستکي وچوالی، د عضلو کمزورتیا، د ویښتو او غاښونو وده نه کول ماشومانو کې د یادې ناروغۍ نورې نښې نښانې دي.

نوموړي د تیرویید د فعالیت کموالي د تشخیص یوه مهمه لاره وینه کې د تیروییدي هورمونونو د اندازې معلومول بولي او زیاته یې کړه چې د وینې د معاینې په ترسره کولو سره یې تشخیص کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «له زېږون وروسته له دوو ورځو تر یوې اونۍ پورې باید د نوي زېږېدلي ماشوم د تیرویید معاینه وشي، د وینې د معاینې له لارې د ماشوم د ناروغۍ تشخیص کېدای شي.»

د هغه په خبره، د تیرویید غدې د فعالیت کموالي لپاره له هغو درملو څخه چې په اوبو یا شېدو کې ماشوم ته ورکول کېږي، کار اخیستل کېږي او ماشوم هم باید معاینو لپاره په منظمه توګه ډاکټر ته مراجعه وکړي، دغه درمل د غدې د فعالیت تر نورمال کېدو پورې ماشوم ته ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په یادې ستونزې ځیني اخته ماشومان تر درې کلنۍ پورې د درملو په کارولو سره ښه کېږي خو ځینې وخت باید د عمر تر بایه درمل وکاروي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یادې ناروغۍ کچه ماشومانو کې کمه ده خو تشخیص او درملنه یې اړینه ده.

نوموړي هغو والدینو ته چې ماشومان یې پر دې ناروغي اخته دي سپارښتنه وکړه، باید ژر تر ژره یې ډاکټر ته یوسي څو دا ناروغي پر وقت تشخیص شي او له خطرناکو پایلو یې مخنیوی وشي.

هغه نجلۍ چې په دې ناروغۍ اخته ده

نرګس چې د کابل ښار د قصبې اوسېدونکې ده او خپله لور یې درملنې لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوت ته راوړې، وايي: «لور مې یو کال مخکې سر دردي درلوده، ډاکټر ته مې یوړه، یوه ویل چې سر دردي لري، بل ویل چې پښتورګي یې خوږيږي، تر دې چې دلته مې راوړه، دلته یې راته وویل چې ستونی یې دی، داخلي جاغور لري.»

هغه وايي، لور یې تر درملنې لاندې ده او روغتیایي وضعیت یې د مخکې په پرتله ښه شوی.

Views: 154

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.