ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کازان راتلونکې غونډه؛ د افغانستان سوداګرۍ وزارت سرپرست او سوداګرۍ خونې مشر ته هم بلنه ورکړل شوې

د کازان راتلونکې غونډه؛ د افغانستان سوداګرۍ وزارت سرپرست او سوداګرۍ خونې مشر ته هم بلنه ورکړل شوې

author avatar
2 Apr 2024 - 12:02
د کازان راتلونکې غونډه؛ د افغانستان سوداګرۍ وزارت سرپرست او سوداګرۍ خونې مشر ته هم بلنه ورکړل شوې
author avatar
2 Apr 2024 - 12:02

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرۍ خونې رییس د «کازان» راتلونکې غونډې ته بلل شوي دي.

کازان فورم د روان میلادي کال د مې له ۱۴مې تر ۱۹مې د شپږو ورځو لپاره ترسره کېږي.

نن د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت یوه پلاوي ته د روسیه – اسلامي نړۍ غونډه (کازان فورم) کې چې د روان میلادي کال په مې میاشت کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روسیې فدراسیون اړوند د تاتارستان جمهور  رییس رُستم مینیخانوف د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د سوداګرۍ خونې رییس محمدیونس مومند ته هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده.

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.