جلالاباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وايي، د دغه ولايت سوداګرو موافقه وکړه چې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک پاتې چارې به د دوی په لګښت بشپړیږي.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي د وري په ۱۵مه پژواک ته وويل، پرون په دغه خونه کې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک جوړېدو په تړاو د ختیځ زون د خصوصي سکټور مشورتي ناسته وشوه.
دی وايي، په دغه ناسته کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي سرپرست او لومړي مرستیال یونس مهمند، د پاک افغان ګډې سوداګرۍ خونې رييس او د ننکرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو برخه اخیستې وه.
هغه وايي، ناسته کې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک په اړتیا او د سوداګرو په همکارۍ بحثونه وشول چې پایله کې یې ټولو سوداګرو هوکړه وکړه چې د دغه سړک د جوړېدو لپاره باید يوه ټول پلازه (ماليې اخیستو څانګه) جوړه شي او له بار وړونکو موټرو څخه د ټېکس په اخیستو د دغه سړک د پاتې چارو لګښت پرې پوره کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۳مه د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په نوبتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل – جلالاباد دويم لین سړک پاتې چارې به د حقالعبور یا ټول پلازې له لارې ترسره کېږي.
د یادونې ده، د کابل – جلالاباد د دویم لین سړک د کابل بګرامۍ ولسوالۍ له بتخاک څلورلارې څخه پيل شوی او د ننګرهار تر حصارک ولسوالۍ پورې غځېدلی دی.
د دغه سړک شاوخوا ۳۲ کیلومتره کانکرېټ او نور یې اسفالټ دي. د یاد سړک ځینې برخې استنادي دېوالونه او پلګوټي د سېلابونو راوتلو له امله ویجاړ شوي دي.