Pajhwok Afghan News

غور کې د ډبرې ښویېدو پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

فېروزکوه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې له غره د ډبرې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه دوه بجې د چهارسدې ولسوالۍ اړوند په خورنج کلي کې له غره د یوې ډبرې ښویېدو پېښه کې یو کور بشپړ له منځه تللی چې له امله یې اوو کسان مړه شوي دي.»

هغه وویل چې د دې طبیعي پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی چهارسدې ولسوالۍ ته تللی دی.

خورنج کلی د چهارسدې ولسوالۍ په شمال کې موقعیت لري.

Views: 20

Exit mobile version