چاریکار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او یو بل ټپي شوی دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرونه د کوه صافي ولسوالۍ په جوزک سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، یادو ماشومانو د ۱۲ او ۱۳ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل او سیمه کې یې څاروي څرول چې ماین چاودنه پرې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې پېښه کې یوه ماشوم وژل شوی او یو بل ټپی دی چې ټپي د سیمې خلکو په مرسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن