کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د رياستالوزرا سياسي مرستيال د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د رياستالوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د رياستالوزرا سیاسي مرستیال وویل چې افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره د خیریه کارونو او پانګونې غوره زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت له لوري یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره په ځینو برخو کې مرستو ته په اشارې وویل، د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله افغانان په بېلابېلو برخو کې همکاريو او مرستو ته اړتیا لري.
د خبرپاڼې په حواله، د رياستالوزرا سیاسي مرستیال ترکیه د افغانستان دوست هېواد یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.
سرچینه زیاتوي، دغه لیدنه کې د یادو خيريه بنسټونو مسوولينو وویل، د بيارغونې، د یتیمانو لاسنیوي، خوراکي توکو وېش، روغتیا او په يو شمېر نورو برخو کې اړمنو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي او ډاډ يې ورکړ چې د غير سیاسي بنسټونو په توګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د دغو ترکي خیریه بنسټونو د مسوولينو په وینا، دا مهال له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د جوماتونو او مدرسو رغولو ترڅنګ، بېسرپرسته مېرمنو ته د مناسبو کاري فرصتونو رامنځته کولو، د کوکنارو بدیل کښت او د روږدو درملنې پروژې هم تر لاس لاندې لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP