مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره د خیریه کارونو او پانګونې غوره زمینه برابره شوې
د رياستالوزرا سياسي مرستيال د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.


