ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان ځيني اوسېدونکي د اختر په درشل کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت لري

د جوزجان ځيني اوسېدونکي د اختر په درشل کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت لري

author avatar
6 Apr 2024 - 14:53
د جوزجان ځيني اوسېدونکي د اختر په درشل کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت لري
author avatar
6 Apr 2024 - 14:53

شبرغان (پژواک، ۱۸ وری۱۴۰۳): د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.

د شبرغان ښاروال مولوي حبیب‌الله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د خوراکي توکو بیو کنټرول په موخه یوه کمېټه جوړه کړې څو د خلکو اړتیا وړ توکو د پېر او پلورلو په نظر کې نیولو سره بازار کې د پلور مناسبې بیې وټاکي.»

هغه وویل دې کمېټې پلورونکو ته نرخپاڼې ورکړي څو خلک وکولی شي په ډاډه زړه د خپلې اړتیا وړ توکي له بازاره وپېري.

هغه زیاته کړه چې دا کمېټه به دایمي فعالیت ولري او له دې وروسته به په بازار کې د خوراکي توکو بیې کنټرولوي.

نوموړي له دوکاندارانو غوښتنه وکړه چې توکي دې په لوړه بیه نه پلوري.

خو د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي د ځينو توکو په ځانګړي دول د وچو مېوو له لوړو بیو شکایت لري.

د شبرغان ښار یوه اوسېدونکې عزیزه وایي: «راغلې وم چې وچه مېوه وپېرم خو ومې نه‌شو کړای چې د خپلې اړتیا وړ مېوه له بازاره واخلم؛ ځکه چې بیې دوه برابره لوړې شوې وې.»

نوموړې د مثال په ډول وویل: «تېر کال د یوه کیلو ممیزو بیه په درې سوه افغانۍ وه خو سږ کال په شپږ سوه افغانۍ وه، د ټولو وچو مېوو بیې همداسې لوړې دي.»

ورته وخت کې یوه بله مېرمن مارینا چې د وچې مېوې پېرلو لپاره بازار ته راغلې، وایي: «دا چې د ټولو اړتیا وړ مېوو اخیستو وس مې نه درلود، نو کیک او کلچې به په کور کې برابرې کړم.»

نوموړې وویل: «زه خپله کور کې کیک، کلچې، جلبي او سیمیان تیاروم، فقط لږ ممیز، نخود او بادام مې له بازاره واخیستل.»

د شبرغان‌ښار یو بل اوسېدونکی محمداکرم وايي: «خلک بې‌وزله دي، ټول خلک د مېوو اخیستو وس نه لري، زه راغلم چې وچه مېوه واخلم خو د شپږ اووه قلمو مېوو اخیستو وس نه لرم.»

هغه وایي: «تېر کال د یوه کیلو بادامو بیه پنځه سوه افغانۍ وه، خو سږ کال اته سوه افغانۍ ده، دا بادام خو زموږ د باغدارۍ د محصولاتو برخه ده چې دا ولې قیمته شوي دي.»

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.