ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ۲۰ زره جریب غصب شوې کرنیزه دولتي ځمکه راګرځول شوې ده

بغلان کې ۲۰ زره جریب غصب شوې کرنیزه دولتي ځمکه راګرځول شوې ده

author avatar
7 Apr 2024 - 13:50
بغلان کې ۲۰ زره جریب غصب شوې کرنیزه دولتي ځمکه راګرځول شوې ده
author avatar
7 Apr 2024 - 13:50

پلخمري (پژواک، ۱۹ وری  ۱۴۰۳): د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۵۰ زره جریب غصب شوې کرنیزې دولتي ځمکې له ډلې یې شل زره جریب بېرته راګرځولې او د پاتې نورې خلاصولو هڅې روانې دي.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مهراب‌الدین بلال پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د دولتي غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې ۵۰ زره او ۳۳۷ جریب کرنیزه ځمکه او ۶۰۰  زره جریب غصب شوي څرځایونه تثیت کړي چې د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

هغه وویل، د غصب شوې کرنیزې ځمکې له ډلې یې تر اوسه شل زره جریب له غصبه خلاصه کړې او ځایي بزګرانو ته په اجاره ورکړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دغه دولتي کرنیزه ځمکه د مرکز پلخمري په ګډون په ډنډغوري، دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د مخکني نظام د ځینو چارواکو، غیرمسووله وسله‌والو او یو شمېر نورو زورواکو له لوري غصب شوې وې.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي خوښ دي چې حکومت د کرنیزو دولتي ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې هڅې پیل کړې دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.