ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسټرالیا کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې ووژل شول

په اسټرالیا کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې ووژل شول

author avatar
13 Apr 2024 - 16:57
په اسټرالیا کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې ووژل شول
author avatar
13 Apr 2024 - 16:57

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د اسټرالیا پولیس وايي چې د دغه هېواد په سیډني ښار کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې وژل شوي دي.

الجزیرې شبکې نن راپور ورکړی چې یوه سړي د “وېسټ فیلډ” په سوداګریز مارکېټ کې پر نهو کسانو د چاقو برید وکړ چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول.

پولیس وايي، برید کوونکی یې پر ډزو وژلی او په خبره یې چې د نوموړي هویت تر اوسه نه دی معلوم.

د پولیسو په وینا، تراوسه د دغې پېښې لامل نه دی معلوم او نه یې چا مسوولیت منلی دی.

د وژل شوو کسانو د هویت په اړه سرچینې څه نه دي ویلي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.