Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

چاریکار (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د دغه ولایت مرکز اړوند د کابل – پروان پر لویه لار یو سراچه موټر له یوه باروړنکي موټر سره ټکر کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، باروړنکی موټر د تخنیکي عوارضو له امله پر سړک ولاړ و چې سراچې موټر ورسره ټکر کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې قربانیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او قضیه د پروان د ترافیکو مدیریت تر ارزونې لاندې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د دغه ولایت د مرکز اړوند خواجه سیاران سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.