Pajhwok Afghan News

زابل کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي، د زابل ښاري محکمې دغه ولایت کې درېیو کسانو ته چې په غلا او لواطت تورن وو، تعزیري سزا ورکړې ده.

د افغانستان له سترې محکمې څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د زابل ولایت ښاري محکمې نن دغه ولایت کې درېیو کسانو ته چې په غلا او لواطت تورن شوي وو، تعزیري سزا ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د ښاري محکمې رییس مفتي فضل الرحمن فضلي، د یادې محکمې د جزا دېوان قاضي مفتي عصمت‌الله منصور، د محکمې کارکوونکو او عامو خلکو ګډون درلود.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تور کسان په اته، لس او شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۲۰، ۱۰ او ۱۰ دُرو تعزيري سزا محکوم شوی وو.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو را وروسته د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې مجرمانو ته دغه ډول تعزیري سزاوې ورکول کیږي.

Views: 75

Exit mobile version