ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر اسرائېلو د ایران برید په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې بېلابېلې څرګندونې

پر اسرائېلو د ایران برید په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې بېلابېلې څرګندونې

author avatar
15 Apr 2024 - 09:50
پر اسرائېلو د ایران برید په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې بېلابېلې څرګندونې
author avatar
15 Apr 2024 - 09:50

کابل (پژوادک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د م.م امنیت شورا غونډه کې، ایران پر اسرائېلو برید د ځاني دفاع مشروع حق بللی، اسرائیلو د غچ اخیستو ګواښ کړی، روسیې امنیت شورا په توپیري چلند تورنه کړې او ګوتریش پر ټولو غږ کړی چې د حالت د ترينګلي کېدو مخه ونیسي.

 پر اسرائیلو د ایران برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې ګوترېش ویلي، له هر هغه عمله باید مخنیوی وشي چې د یوه ستر نظامي ټکر لامل کیږي، ایران دا برید خپل حق بللی او اسرائیلو بیا پر ایران د بندیزونو وضع کولو غوښتنه کړې.

اسرائیلو د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول.  وړمه شپه، ایران پر اسرائیلو شاوخوا ۳۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ ناوخته د اسرائیلو په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړه.

  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دغه غونډه کې ویلي چې د منځني ختیځ خلک د یوې بشپړې ورانوونکې جګړې د خطر پر پوله ولاړ دي. هغه پر ټولو لورو غږ کړی چې د حالت د ترينګلي کېدو مخه ونیسي.

ده ویلي، دا حیاتي ده چې د هر داسې ګام مخه ونیول شي چې په منځني ختیځ کې په بېلو جبهو کې د پوځي ټکرونو لامل کېدی شي.

هغه وایي: «ملکیان وار له مخه ځورېږي او لوړه بیه پرې کوي او دا زموږ مسؤولیت دی چې په فعالانه ډول د نورو پارونو مخه ونیسو.»

په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي سعید اېرواني په دغه غونډه کې ویلي: «د ایران بريد د نړۍوالو قوانینو له مخې د ځاني دفاع مشروع حق و، د ایران پر یوه ديپلوماتیکه ودانۍ د اسرائیلو برید د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض و او ایران د خپل قانوني حق له کارولو پرته بله لاره نه لرله.»

د ايران استازي د غزې جګړه کې په امریکا، فرانسه، او بريتانيا نیوکه وکړه او سپینه ماڼۍ او د هغه متحدين يې د اوسني وضعیت له امله پړه بللي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې تر دې دمه تر ټولو زیات زغم ښودلی، خو وايي اوس د ځواب ویلو او اقدام وخت دی.

د ایران سفیر له اسرائیلو سره په بشپړ مخالفت کې دغه هېواد په سیمه کې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل بللی او په عین حال کې یې امریکا او بريتانيا د اسرائیلو د ملاتړ له امله د «نیواکګر رژیم» ملګري بللي دي.

ده ویلي: «ایران په سیمه کې له امریکا سره د جګړې نیت نه لري…خو که متحده ایالات د ایران، ايراني وګړو او یا د هغوی د امنیت او ګټو پر ضد پوځي ګام پورته کړي، اسلامي جمهوریت به په متناسب ډول د ځواب ویلو له خپل اصلي حقه کار واخلي.»

د اسرائیلو سفیر ګیلاد اېردن بیا ویلي چې د ایران بریدونه د هر ډول سرې کرښې ماتول وو. ده زیاته کړې: «اسرائیل د غچ اخیستو حق لري» او دا کار به په راتلونکي کې وکړي.

هغه زیاته کړې: «زه وایم همدا نن بېرته سمون راولئ او وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي پر ایران ټول ممکنه بندیزونه ولګوئ.»

د چین سفیر بیا په دغه غونډه کې په غزه کې د سملاسي اوربند او له ټولو خواوو د زغم څرګندولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلي نېبنزا بیا امنیت شورا پر توپیري چلند تورونه کړې.

هغه ویلي، امنیت شورا هغه مهال چوپتیا اختیار کړې وه چې اسراييلو د نړۍوالو نورمونو خلاف د ایران پر کنسولګرۍ برید کاوه او اوس د ایران د برید غندنه کوي.

نبېنزا ویلي، د امنیت شورا دغه توپیري چلند ناراحته کوونکی دی.

Views: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.