Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر ۱۲۶ کسانو ته لوړ شو
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن په یوه ویډیویي کلېپ کې ویلي چې افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې شوې دي.

هغه ویلي، له تېر کوچني اختر وروسته د بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او ۲۶۲۷ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې، د سېلابونو له امله د درېیو جوماتونو، څلور ښوونځیو ویجاړېدو سربېره، ۲۰۱۷ څارویو له منځه تللي او ۹۵ زره او ۸۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.

یاد وزارت له خلکو غوښتي چې د بارانونو په راتلونکو څپه کې چې د سېلابونو راوتلو امکان هم په کې ډېر دی، ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.