کندوز ښار (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د کندوز امنیې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون شاوخوا پنځه بجې د کندوز – بلخ پر لویه لار د یوه فورټینر موټر چپه کېدو له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې یاده پېښه د موټرچلوونکي بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
د سرچینې له قوله، د پېښې قربانیان د تفریح په موخه له کندهاره کندوز ته راغلي وو چې د کندوز – بلخ پر لویه لار له دې پېښې سره مخ شوي دي.
د ویلو ده، د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې لسګونه کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه او یا ټپیان شوي دي.
Views: 8