Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازبکستان د کرنیزو تخمونو مرستې یوه جوپه بلخ ته راورسېده

مزارشریف (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ازبکستان له خوا مرسته شوي د سبو، غلو دانو او صنعتي بوټو تخمونه بلخ ولایت ته راورسېدل.

کرنې وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ازبکستان د سبو، غلو دانو او صنعتي بوټو بېلابېلو ډولونو مرسته شوي تخمونه چې افغانستان ته د ازبک پلاوي د سفر په ترڅ کې د یو هوکړه‌لیک پر اساس ژمنه شوې وه، بلخ ولایت ته رارسېدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه تخمونه نن د بلخ حیرتان ښارګوټي کې د کرنې وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.