کابل (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د يادې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې، افغاني سرې میاشتې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۰۱۳ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورمعرفي کړي او ټول لګښت يې د دغې ټولنې له لوري ورکول کېږي.
د يادونې ده، یادې ټولنې به تر دې مخکې د سوري زړه ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږل.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن