ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
21 Apr 2024 - 15:29
هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
21 Apr 2024 - 15:29

لښکرګاه (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د مرکز لښکرګاه ښار ایوب‌خان ښارګوټې ته څېرمه د یو مازدا او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، مړه شوې مېرمن او دوه ماشومان د موتر سایکل سپرلي دي.

وحدت زیاتوي، د مازدا موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او تر پلټونو وروسته به عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.