ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه درې ورځنی کنفرانس پیل شو

کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه درې ورځنی کنفرانس پیل شو

author avatar
22 Apr 2024 - 17:11
کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه درې ورځنی کنفرانس پیل شو
author avatar
22 Apr 2024 - 17:11

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ناروې کمېټې په همکارۍ درې ورځنی کنفرانس پیل شو.

د چاپېریال ساتنې ادارې نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د دې ناستې خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هم په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي چې په دې ناسته کې د چاپېریال ساتنې ادارې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د کرنې وزارت، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت، د قبایلو او قومونو وزارت، د کابل ښارولۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو موسسو، ځينو نړۍوالو سازمانونو، نادولتي سازمانونو، د کابل، غزني او بدخشان د پوهتونونو استازو ګډون کړی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین ډاکټر زین‌العابدین عابد ویلي چې د اقلیم بدلون اصلي لامل د ګل‌خانه یي ګازونو خپرول دي چې ډېری دا په پرمخ تللو هېوادونو کې دي.

نوموړي وویل چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې ډېره کمه ونډه لري، خو د هغه منفي اغیزې پر اوبو، کرنه، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو او ډېرو سیمو کې لیدل شوې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.