کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ویلي چې دغه سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري، بلکې غواړي له افغانانو سره د مرستو او د افغانستان او نړۍ تعامل رامنځته کولو برخو کې هڅې او همکاري وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان لپاره په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره ولیدل.
خبرپاڼه د بخیت له قو له کاږي افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي او غړو سفر له اسلامي امارت سره د یاد سازمان د غوره نیت او ښو اړیکو څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته ژمن دي او د دغه سازمان غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې یو پلاوی افغانستان ته راولېږي څو د افغانانو لومړیتوبه مشخص کړي او مرستو ته لاره پرانیزي.
طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان له خوا له افغانستان سره د مرستو په موخه د یوه ځانګړي صندوق جوړېدو خبر ورکړی چې له لارې به یې افغانانو ته مرستې رسول کېږي، دغه راز به د مرستو جلبولو برخه کې هم کار وکړي.
هغه ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري، بلکې غواړي له افغانانو سره د مرستو او د افغانستان او نړۍ تعامل رامنځته کولو برخه کې هڅې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له داعش سره د مبارزې او د دې ډلې ځپلو برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې، وايي چې په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلې کول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت کوښښونه مهم او د پام وړ دي.
نوموړي ټينګار کړی، د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې له اسلامي امارت سره د ځینو موضوعاتو په اړه اندېښنه لري، ښه دا ده چې دا مسایل له نږدې د خبرو اترو له لارې حل شي.
بخیت د ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او په اقتصادي برخه کې یې د افغان مېرمنو لاستهراوړنې ستایلې دي.
هغه زیاتوي، د اسلامي هېوادونو لپاره د ښځو تعلیم او تحصیل ارزښتمن دی؛ دغه هېوادونه چمتو دي چې له افغانستان سره په تعلیمي او تحصیلي برخو کې همکاري وکړي.
خبرپاڼه دغه راز کاږي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په له یاد پلاوي سره لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ، ویې ویل: «هیله ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او نورو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.»
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په تېرو څه کم درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش ډله ختمه کړې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خلاف فعالیت وکړي او افغان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
د هغه په وینا، افغانستان کې یو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی چې له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې او د همکاریو پراختیا غواړي او په سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی.
دی وايي: «موږ له اسلامي هېوادونو سره ګڼ دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي مشترکات لرو؛ تمه لرو چې دغه مشترکات پياوړي او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړو.»
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د غزې موضوع کې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنه کړي چې دغه سناریو په نوره اسلامي نړۍ کې هم تکرار شي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن