کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره هڅه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل ته له مالیزیا هېواده له راغلي پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په دغه پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر استازې ډاکتره شاه زلینا او د لومړي وزیر د دفتر، د دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي برخه لري.
د مالیزیا د لومړي وزیر استازې شاه زلینا په دغه لیدنه کې ویلي، د راتګ موخه یې له اسلامي امارت سره د مالیزیا د اړیکو پراخېدل دي او د یاد هېواد لوړپوړي چارواکي د افغانستان په هکله مثبت نظر لري او له اسلامي امارت سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.
خبرپاڼه کې د یاد پلاوي له قوله راغلي، پر اسلامي امارت د بنديزونو سربېره افغانستان په ځینو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، خو له بدهمرغه نړۍوالې رسنۍ په افغانستان کې د لاسته رواړنو د پیکه کولو هڅه کوي.
یاد پلاوی ویلي، د اسلامي امارت پیغام به په پلازمېنه کولالامپور کې لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي او همداراز د اړیکو پیاوړتیا په موخه به دا ډول تګ راتګ دوام ولري او دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل ته هم هڅه وکړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، هیله لري چې دا ډول ناستې به د کابل او کولالامپور تر منځ د مثبتو او رغنده اړیکو سبب شي.
هغه ویلي، یاد هېواد د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم او ځانګړي ځای لري او د افغانستان عیني شرایط او وضعیت د هغه څه خلاف دي چې غربي رسنې یې په هکله راپور ورکوي؛ ځکه ځینې کړۍ د افغانستان پرمختګ او ارامي نشي زغملی.
نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت بشپړ امن حاکم کړی او اسلامي امارت مالیزیايي پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې بلنه ورکوي، څو د سوداګرۍ سربېره د مثبتو اړیکو سبب هم شي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري، او یادونه یې وکړه چې د سیمې په ګډون نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري.
سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت دا مهال له تېر حکومت څخه په میراث له ورپاتې فقر سره مبارزه کوي څو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي او په دې برخه کې د نړۍوالو همکاریو ته هم اړتیا لیدل کېږي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن