کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د بيبيسي له یوې مشرې سره لیدنه کې ویلي که دغه رسنۍ غواړي افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو د هغو خبرونو او شایعاتو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي، د نشراتو سرپرست معین مولوي ضیاالحق حقمل او د رسنيو پر خپرونو د څار ریيس ډاکټرعبدالواحد ریان تېره ورځ د جنوبي اسیا لپاره د بيبيسي له مشرې جکي مارتینس سره لیدلي دي.
سرچینه کاږي، مولوي ضیاالحق حقمل په دې لیدنه کې ویلي چې که بېبېسي غواړي افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو اړینه ده چې له هغو خبرونو او شایعاتو خپرولو ډډه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هنر او فرهنګ مرستیال په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او د بیان ازادۍ ملاتړک وي.
دی وايي، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او حقایق منعکس کړي او بيبيسي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري، لازمه ده چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاوو ته پام وکړي.
خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې د رسنيو پر خپرونو د څار ریيس ډاکټر عبدالواحد ریان «یو شمېر هغه مستند موارد» د جنوبي اسیا لپاره د بېبېسي مشرې ته ور په ګوته کړي چې په تېرو څو میاشتو کې د بېبېسي راډیو بېلابېلو برخو او خپرنیزو سرچینو خپاره کړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د سوېلي اسیا لپاره د بېبېسي مشرې جکي مارتینس ویلي چې دوی به «دغه نواقص او ملاحظات» له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسوولینو سره خبرې وکړي.
بېبېسي په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمن کېدو وروسته په کابل کې خپل دفتر تړلی دی.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن