ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کاغذ او کارتنونو تولیدات ډېر شوي

کندهار کې د کاغذ او کارتنونو تولیدات ډېر شوي

author avatar
24 Apr 2024 - 14:59
کندهار کې د کاغذ او کارتنونو تولیدات ډېر شوي
author avatar
24 Apr 2024 - 14:59

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): کندهار کې دا مهال د کاغذ او کارتنونو تولیدات ډېر شوي چې د مسوولینو په خبره، په ډې برخه کې یې د سوېلي ولایتونو اتیا سلنه اړتیا پوره کړې ده.

په کندهار کې د کارتن جوړولو یوې فابریکې مسوول امین کریم وایي، دا مهال په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره کارتنونه تولیدوي او په دې برخه کې له تېرو دوو لسیزو راهیسي فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: «له موږ سره دلته ۹۰ کسان کار کوي، تولیدات مو د جنوبي ولایتونو تر څنګ، کابل، بلخ، غزني او ډېری نورو ولایتونو ته وړل کېږي، کیفیت مو تر بهرنیو ډېر ښه دی.»

نوموړي وویل، لا هم هېواد ته له بهر څخه ورته توکي واردیږي؛ ځکه قیمت یې ټیټ دی، خو که مخه یې ونیول شي، دوی کولی شي خپل تولیدات ډېر کړي.

هغه وايي، که د برېښنا ستونزه یې حل شي کولای شي، د هېواد په جنوبي حوزه کې د کاغذ او کارټن سل سلنه اړتیاوې پوره کړي.

د کاغذ جوړولو د یوې فابریکې کارکوونکی عبدالهادي په دې اړه وايي: «ډېر خوشحاله یم چې د کار زمینه راته برابره شوې، خو د برق ستونزه شته، اکثره وخت زموږ کار نیمګړی پاتې شي، که چیرې دا ستونزه حل شي ډېر نور کسان به هم فابریکې فعالې کړي او بې روزګاره کسان به په کار شي او هم به مو تولیدات ډېر شي.»

ورته مهال د کارټن جوړولو د یوې بلې فابریکې د کارګرو مسوول منظور احمد وايي، ټول کارکوونکي یې افغانان دي او اوس اړتیا نشته چې بهرني کارکوونکي دې په کار وګماري.

هغه وايي: «پخوا دلته ځیني بهرني کارکوونکي وو، خو اوس موږ کولای شو تخنیکي او نور ټول فعالیت خپله ترسره کړو او هغه پيسې چې بهرنیانو وړلې اوس موږ ته راکول کېږي.»

ورته مهال د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، دا مهال په دغه ولایت کې د کارټن او کاغذ جوړولو برخه کې څلور فابریکې فعالیت کوي چې د جنوبې ولایتونو ترڅنګ د نورو ولایتونو اړتیاوې یې هم پوره کړې دي.

دغه ولایت کې د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې دلته یوازې ساده کارټن په کمه کچه تولیدېده، خو اوس هر ډول کارټن او کاغذ تولیدیږي.

هغه زیاته کړه: «کندهار کې اوس د کارټن او کاغذ اړتیا پوره شوې او له دغه ولایت څخه ډېرو ولایتونو ته دغه تولید لېږدول کېږي، پخوا ساده کارټن تولیدېدی، خو اوس پر کارټن هر ډول پرینټ هم دلته کېږي.»

د هغه په وینا، هڅې یي پیل کړې دي چې په بهرنیو تولیداتو ګمرکي محصول لوړ کړي چې دلته به ورسره د کورنیو تولیدات بازار ښه شي.

د یادونې ده چې کندهار کې صنعت‌ګر ډېر وخت د برېښنا له نشتون او له بهره د ورته توکو له واردېدو شکایت کوي او زیاتوي، که دغه ستونزې یې حل شي، تولیدات به یې ډېر شي او تر نورو هېوادونو به هم ورسېږي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.