ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې یو کس وژل شوی، غور کې پنځه کسان د غلا په تور نیول شوي

بادغیس کې یو کس وژل شوی، غور کې پنځه کسان د غلا په تور نیول شوي

فېروزکوه، قلعه‌نو (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې بادغیس کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی، بلخوا په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

د باغیس امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې پرون ماښام د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ او بوم سیمې ترمنځ په غولغه کلي کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.

خبرپاڼه کې د وژل شوي کس په اړه نور جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

د یوه بل خبر له مخې، په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د لومړۍ امنیتي حوزې سرتېرو پنځه هغه غله چې تر تعقیب لاندې وو، د فېروزکوه ښار په بندرقانک کلي کې د غلا پر مهال نیولي دي.»

نوموړي وویل چې نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو په توقیف کې دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.