Pajhwok Afghan News

ازبکستان له افغانستان سره د ۱۶۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

مزارشریف (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.

د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د ازبکستان د سرخان‌دریا والي الوغ‌بېک قاسموف وویل: «ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته کړي چې په‌کې اوړه، غوړي، غوښه، او غنم شامل دي او افغان پلاوي ته وسپارل شول.»

الوغ‌بېک د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراخوالي ټینګار کوي او زیاتوي چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سرخان‌دریا والي دغه راز زیاته کړه، هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

په همدې حال د بلخ والي محمدیوسف وفا د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وویل چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړي توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي.

Views: 22

Exit mobile version