Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایراني رسنۍ: د ا.ا ځواکونو له لورې د دغه هېواد شپږ نیول شوي سرحدي ساتونکي خوشي شول

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۳): ایراني رسنیو راپور ورکړئ، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو شپږ سرتیري چې پرون د اسلامي امارت ځواکونه له لورې نیول شوي وو، بېرته خوشې شول.

د ایران د تسنیم اژانس د راپور له مخې، پرون له غرمې وروسته د ایران جنوبي خراسان ولایت شپږ سرحدي سرتېري چې د نظارت او مراقبت لپاره د سرحد صفري نقطې ته تللي وو چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مخ شوي وو او د هر ډول سرحدي تاوتریخوالي د مخنیوي او د رامنځته شوي ناسم پوهاوي لرې کولو په اړه ا.ا د ځواکونو د غوښتنې پوره کولو په موخه مذاکره کړې چې وروسته له څو ساعتونو د ۲ درجې سرحدي ځواکونو په راتګ او له مقابل سیال سره تر سرحدي لیدنې وروسته موضوع ختمه شوه.

یاد اژانس ویلي: «پوله‌ساتي کارکوونکي په ډېر احترام او بشپړې روغتیا سره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې رسینو کې د ایراني ځواکونو انځورونه لاس په لاس کېږي چې په ناقانونه توګه د فراه ولایت ته راننوځي، خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.