<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۳): ایراني رسنیو راپور ورکړئ، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو شپږ سرتیري چې پرون د اسلامي امارت ځواکونه له لورې نیول شوي وو، بېرته خوشې شول.</p>
<p style="text-align: justify;">د ایران د تسنیم اژانس د راپور له مخې، پرون له غرمې وروسته د ایران جنوبي خراسان ولایت شپږ سرحدي سرتېري چې د نظارت او مراقبت لپاره د سرحد صفري نقطې ته تللي وو چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مخ شوي وو او د هر ډول سرحدي تاوتریخوالي د مخنیوي او د رامنځته شوي ناسم پوهاوي لرې کولو په اړه ا.ا د ځواکونو د غوښتنې پوره کولو په موخه مذاکره کړې چې وروسته له څو ساعتونو د ۲ درجې سرحدي ځواکونو په راتګ او له مقابل سیال سره تر سرحدي لیدنې وروسته موضوع ختمه شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">یاد اژانس ویلي: «پولهساتي کارکوونکي په ډېر احترام او بشپړې روغتیا سره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.»</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې رسینو کې د ایراني ځواکونو انځورونه لاس په لاس کېږي چې په ناقانونه توګه د فراه ولایت ته راننوځي، خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.</p>