محمودراقي (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دویمې حصې ولسوالي کې د یوه ۷۵ کلن سړي مړی موندل شوی دی.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، امنیتي ځواکونو د یاد سړي جسد چې غریبالله نومېږي، نن سهار د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ د جمال اغه په زیرپشته کلي کې موندلی دی.
هغه وايي، د یاد سړي د قتل انګېزه تر اوسه روښانه نه ده خو خپلوان یې وايي چې د میرګي ناروغي یې درلوده.
هغه وویل، په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو له لوري پلتنې پيل شوې دي.
Views: 34