Language

پکتیا کې سلګونه کیلوګرامه چرس نیول شوي

ګردېز (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې پنځه سوه کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالباري منیب ځډراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نن د احمدابا ولسوالۍ د سره راغه سیمه کې پر یوه کور عملیات کړي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا پنځه سوه کیلوګرامه اومه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.

ځدراڼ وايي، د یادو چرسو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د پکتیا امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په احمدخېلو ولسوالي کې لسګونه کیلوګرامه چرس په داسې حال کې نیولي وو چې نورو ولایتونو ته انتقالېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.