ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ولایت کې درې نیول شوي خبریالان ازاد شول

خوست ولایت کې درې نیول شوي خبریالان ازاد شول

author avatar
29 Apr 2024 - 11:35
خوست ولایت کې درې نیول شوي خبریالان ازاد شول
author avatar
29 Apr 2024 - 11:35

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې د خوست د ځایي راډیوګانو درې کارکوونکي چې د اختر په خپرونو کې «د موسیقۍ خپرولو» له امله نیول شوي وو، خوشي شول.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې خوست کې شپږ ورځې مخکې د ناز راډیو کارکوونکی اسماعیل سعادت، د ولس راډیو کارکوونکی احسان‌الله تسل او د اقرا راډیو کارکوونکی واحدالله معصوم نیول شوي وو.

یادې اتحادیې له اسلامي امارته غوښتي څو د رسنیز کار اړوند قضیې د رسنیو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې وڅېړل وشي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوسمهال په خوست ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ ۱۵ راډیوګانې او درې خصوصي ټلوېزیونونه فعالیت لري.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.