ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې په تېر یوه کال کې ۳ زره څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي

پکتیا کې په تېر یوه کال کې ۳ زره څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي

author avatar
30 Apr 2024 - 15:12
پکتیا کې په تېر یوه کال کې ۳ زره څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي
author avatar
30 Apr 2024 - 15:12

ګردېز (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې درې زره څاروي لېوني شوي چې له دې ډلې ۶۰۰ مړه شوي دي.

د پکتیا حکومتي مسوولین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن په دغه ولایت کې د هالنډ کمېتې په مرسته څارویو ته د لېونتوب او انترکس ناروغۍ مخنیوي واکسین کمپاین هم پيل شو.

د دغه کمپاین د پيل پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر قاري نورالله دروېش وویل چې انترکس او لېونتوب دواړه د کوچنیو څارویو لپاره خطرناکې او وژونکې ناروغۍ دي.

هغه وویل چې د یادو ناروغیو مخنیوي په موخه نن په مرکز ګردېز، روحاني بابا، وزي ځدران، احمدابا، سیدکرم، احمدخېل، ځاځي‌اریوب، ډنډپټان او جاني‌خېلو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین کمپاین پيل شو.

د دروېش د معلوماتو له مخې، د دغه کمپاین پر مهال به څارویو ته ۲۵ زره دوزه د لېونتوب او ۸۵ زره دوزه د چینجیو (انترکس) مخنیوي واکسین تطبیق شي.

نوموړي وويل چې د یاد واکسین قيمت لوړ دی او مالداران يې په شخصي لګښت خپلو څارويو ته نه شي تطبیقولی.

ورته وخت کې د پکتیا کرنې ریاست د مالدارۍ امریت د لابراتور مسوول ډاکټر عبدالحلیم عالمیار پژواک ته وویل چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۳۰۰۰ څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۶۰۰ مړه شوي دي.

هغه وايي: «دا هغه څاروي دي چې دلته لابراتور ته راوستل شوي، کېدای شي ارقام تر دې لوړ وي او موږ هم دومره امکانات نه لرو چې د ټولې پکتیا ارقام راواخلو.»

بل لور ته، د مرکز ګردېز د نیستي‌کوټ سیمې یوه مالدار امیر پژواک ته وویل چې سږ کال یې څارویو ته بېلابېلې ناروغۍ لکه زېړی او نور پیدا شوې دي.

هغه څارویو ته د واکسین له تطبیقه خوښ دی او ټینګار کوي چې دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د پکتيا ځینو سيمو کې د کرنې رياست له خوا څلور زره څارويو ته د پرازیټونو ضد واکسين تطبيق شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.