ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست کوچیان خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي

1 May 2024 - 14:07
1 May 2024 - 14:07

خوست ښار (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۳): په خوست کې يو شمېر مېشت کوچيان وايي چې د ژوند د ګڼو نورو لومړنيو اسانتياوو نشتون ترڅنګ يې ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.

هغوی وايي، هېواد کې چې هر نظام حاکم شوی دې وروسته پاتې قشر ته يې اړینه پاملرنه نه ده کړې.

د هغوی په وينا، سره له دې چې د ځايي قومونو په پرتله د دوی ستونزې ډېرې دي خو بیا هم حکومتي ادارو ورته پام نه دی کړی.

د خوست د کوچیانو یوه مشر ګل‌احمد پژواک اژانس ته وويل، د ده په ګډون د ډېری کورنيو اولادونه له زده‌کړو محروم دي او بې‌تعليمه لويږي.

دی وايي، حکومت ته په کار ده چې د دوی ماشومانو ته د تعليم زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «موږ ته بايد هر ځای کې خپل مکتب جوړ کړي او موږ ته رسېدنه وکړي، په خپل موسم سره لکه ژمی دلته یو دلته مکتب راته ووايي او اوړی پورته لاړ شو پاس یې راته ووايي.»

دغه راز د کوچیانو یو بل مشر حاجي دادک هم پژواک اژانس ته وويل، د ژوند د ګڼو اسانتياوو ترڅنګ له تعليم هم بې‌برخې دي، ماشومان يې ښوونځيو او مدرسو ته لاسرسی نه لري.

هغه وويل، د نورو ځايي قومونو په څېر د دوی ماشومان هم د زده‌کړو حق لري او حکومت بايد دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړی وايي: «ماشومان ټول بې‌درسه پاتې دي؛ ځکه چې دلته ښوونځی نشته، مدرسه نشته، ټول ماشومان تاسې خپله وينی همداسې ناست دي، سبق نشته او زموږ څوک غم نه خوري.»

ورته مهال يو بل مېشت کوچی ظریف بیا وايي، د ښوونځیو نشتون ترڅنګ دوی روغتیايي خدماتو ته هم پر وخت نه لاسرسی نه لري.

هغه وويل، دا چې دوی په اطرافي سيمو کې مېشتيږي، نو وخت ناوخت د دوی ځيني ناروغان ښار ته د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.

ده زياته کړه: «بې علمه بې تعلیمه پاتې شوو، موږ کلینیک نه لرو، مريضان مو ډېر له مشکلاتو سره مخ وي. له دولت مو غوښتنه دا ده چې زموږ ستونزې حل کړي.»

بل لورته حکومتي مسوولين بيا په دغه ولایت کې د مېشتو کوچیانو لپاره د هر ډول امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر امرالله هلال وايي، په ځينو سيمو کې کوچيانو ته د تعليمي او روغتيايي مرکزونو اسانتیاوې له وړاندې رامنځته شوې او خو په پاتې سیمو کې هم د کوچیانو ستونزو د حل لپاره اقدمات وشي.

هغه پژواک ته وويل: «زموږ هڅه دا ده چې د پوهنې ریاست یا هم د روغتیا ریاست سربېره د ځينو انجوګانو او موسساتو په مرسته د افغانستان د اسلامي امارت تر نظارت لاندې د دوی لپاره بېلابېل خدمات وړاندې شي.»

د يادونې ده چې د خوست د مرکز د ځينو سیمو سربېره ګربز، باک او تریزو علیشېرو هغه ولسوالۍ دي چې کوچيان په‌کې ډېر مېشتيږي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version