Pajhwok Afghan News

فراه کې د پاڼ لوېدو پېښه؛ یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

فراه ښار (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۳): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې پر یو شمېر کارګرانو پاڼ رالوېدلی چې له امله یې یو کس مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته لېږلې ده ده.

سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ ناوخته د پرچمن ولسوالۍ د قمرک سیمې په دنګورګي کلي کې پر یو شمېر کسانو چې ویاله یې جوړوله، پاڼ رالوېدلی دی.

خبرپاڼه کاږي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او شپږ نور سخت ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، سيمه‌ییز مسوولین د پېښې ځای ته ورغلي او ټپیان یې نږدې روغتيايې مرکز ته لېږدولي دي.

د سرچینې په خبره، په ټپیانو کې د درېیو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

Views: 19

Exit mobile version