ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت: کابل کې سلګونه بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال شول

ملي دفاع وزارت: کابل کې سلګونه بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال شول

author avatar
3 May 2024 - 10:16
ملي دفاع وزارت: کابل کې سلګونه بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال شول
author avatar
3 May 2024 - 10:16

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وايي، په کابل کې یې ۵۸۶ بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو څوو میاشتو کې په کابل کې د حضرت عبدالله‌ بن مسعود جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو په قوماندانۍ کې ۵۸۶ عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د یادو وسایطو یو شمېر یې د پخواني حکومت پر مهال خراب شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو وسایطو کې ۳۵۹ عرادې رنجر، ۶۰ عراده هاموې ټانکونه، ۶۰ عرادې انټرنېشنل موټر او یو شمېر کاسټر، فورکلېفټ، کرين او موټرسايکلونه شامل دي.

Views: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.