کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د روسیې کورنیو چارو وزات ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي یې خپل «تر څارنې لاندې مجرمینو» لېست کې شامل کړی دی.
مسکو ټایمز پرون (شنبه) ناوخته د روسیې کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر د جزا قانون یوې مادې له مخې تر څارنې لاندې دی.
ورته مهال، په یاد لېست کې د زلینسکي د نوم شاملېدو لامل او نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
اوکراین هم تر دې دمه په دې اړه په رسمي توګه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیله څه باندې دوه کاله تېرېږي.
په دې موده کې روسیه تل د لوېدیځ او اروپايي ټولنې تر بندیزونو لاندې راغلې ده.
Views: 22