ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ګرځندویۍ موسم؛ مسوولین: د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې

بامیان کې د ګرځندویۍ موسم؛ مسوولین: د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې

author avatar
6 May 2024 - 16:17
بامیان کې د ګرځندویۍ موسم؛ مسوولین: د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې
author avatar
6 May 2024 - 16:17

بامیان (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): د بامیان ځایي مسوولین په دغه ولایت کې د ګرځندویۍ موسم په پیلېدو وایي چې د کورني او بهرني سیلانیانو امنیت ټینګښت ته لازم تدابیر نیول شوي او توریستي امکانات او خدمات ډېر شوي دي.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کورني او بهرني سیلانیانو د بشپړ امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي څو ګرځندویان وکولای شي پرته له کومې اندېښنې د دغه ولایت له سیمو لیدنه وکړي.

د هغه په خبره، د وروستۍ یوې میاشتې په موده د حاجيګک کوتل، شش‌پل او بند امیر ساحو کې درې امنیتي پوستې جوړې شوې څو د لویو لارو امنیت تامین او د هر ډول خپل‌سرو فعالیتونو مخه ونیول شي.

هغه دغه ‌راز وویل، په دغه ولایت کې د ګرځندویۍ په یاد شپږ میاشتني موسم کې د ګرځندویانو حضور د پام وړ ډېرېږي، له همدې امله په تاریخي او لرغونو ساحو کې په کافي شمېر امنیتي کسان ځای پر ځای شوي څو د هغوی امنیت وساتي او له کومې اندېښنې پرته د دغه ولایت له په زړه‌پورو سیمو او ځایونو لیدنه وکړي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې د بامیان په مرکز او ولسوالیو کې موظف شوو امنیتي ځواکونو ښه روزنه لیدلې څو د خپل‌سرو فعالیتونو مخه ونیسي او د تلاشۍ پر مهال له مراجعینو سره ښه چلند ولري.

د دې ترڅنګ هغه د بامیان له خلکو او سیلانیانو غوښتنه وکړه چې د موټر چلونې پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي څو د پېښو مخنیوی وشي.

ورته مهال، سیلانیان هم په بامیان کې د امنیت له ټینګښته خوښ دي خو وايي چې توریستي خدمات او امکانات کم دي.

له ټایلنډه بامیان ته راغلی یو ګرځندوی لیزرون انګریډ وایي، د دغه ولایت جاذبې، تاریخي او طبیعي سیمې واقعاً په لیدلو ارزي او د هغو ښکلاوې خلک دې ته هڅوي څو بیا دغه ولایت ته راشي.

د هغه په خبره، له امنیتي پلوه په دغه ولایت کې هيڅ ستونزه نشته؛ ګرځندویان کولی شي شپه او ورځ هرې سیمې ته سفر وکړي.

خو هغه چې په دغه ولایت کې د توریستي امکاناتو او خدماتو له کموالي شکایت کوي، وایي، یوې سیمې ته د ګرځندویانو ورتګ هله ډېریږي چې هلته د اوسېدو لپاره ځای او نورې اسانتیاوې وي.

د هغه په باور، د امنیت د ټینګښت ترڅنګ لازمه ده چې سیاحتي سیمو کې اسانتیاوې لکه منظم ترانسپورټ، معیاري هوټلونه، د کثافاتو لپاره باطله‌دانۍ او تشنابونه برابر شي څو سیلانیان له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اړوند مسوولین د روان کال په ترڅ کې د ګرځندویانو لپاره د ډېرو امکاناتو برابرېدو خبره کوي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي‌الله راید وایي چې د روان کال په ترڅ کې د بند امیر سړک د ترمیم او د ښاروالۍ د تنظیف کارمندانو ډېرېدو سربېره، ټاکل شوې چې په بند امیر کې یو معیاري هوټل هم جوړ شي څو ګرځندویانو ته د اوسېدو ځای برابر شي.

هغه وویل چې مرکز ته یې د توریستي لارښودونکو استخدام لپاره یې وړاندیز کړی، د بستونو ډېرېدو په صورت کې به راتلونکي ته په دې برخه کې هم کسان وګومارل شي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.