ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال له حیرتان بندره د صادراتو کچه د وړم کال په نسبت کمه وه

تېر کال له حیرتان بندره د صادراتو کچه د وړم کال په نسبت کمه وه

author avatar
7 May 2024 - 16:58
تېر کال له حیرتان بندره د صادراتو کچه د وړم کال په نسبت کمه وه
author avatar
7 May 2024 - 16:58

مزارشریف (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دغه ولایت له حیرتان بندره تېر ۱۴۰۲ کال د څه باندې ۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۰ سلنه کموالی ښیي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي پژواک ته وویل، که څه هم د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته له افغانستانه د صادراتو کچه لوړه شوې، خو زیاتوي چې د ۱۴۰۱ کال په نسبت په ۱۴۰۲ کال کې له حیرتان بندره د صادراتو برخه کې کموالی راغلی دی.

هغه وايي چې په ۱۴۰۱ لمریز کال له حیرتان بندر څخه بهرنیو هېوادونو ته د ۶۳ میلیون او ۸۳۳ زره ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي و، خو دغه ارقام په ۱۴۰۲ کال ۵۷ میلیون او ۲۵۷ زرو ته رسېږي چې شاوخوا ۱۰ سلنه کموالی ښيی.

اسدي د صادراتو د کموالي لامل په دغه بندر کې د سکنر نشتون او ګمرک کې د بېلابېلو شعبو شتون او د اسنادو ځنډیدل ګڼي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د حیرتان له بندره ډېری وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران، بخار دیګونه او ګازداره نوشابې منځنۍ اسیا ته صادرېږي.

په همدې حال یو شمېر سوداګر له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي څو سوداګرو ته د صادراتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلخ کې یو سوداګر محمدحنیف ظاهرزاده وایي، که ګمرکي پروسه کې ځنډ او خنډ رامنځته شي د سوداګرو لېوالتیا د صادراتو او و وارداتو برخې ته کمېږي.

هغه صادرات د هېواد اقتصادي پیاوړتیا او کارموندنې لپاره مهم ګڼي او له حکومتي مسوولینو غواړي څو سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یو بل سوداګر مصطفی مومند وایي چې حکومت باید سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته او له دوی سره همکاري وکړي؛ ځکه د دوی مرسته کولای شي د صادراتو برخه کې د پام وړ بدلون راولي.

بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی وایي، دوی هڅه کوي ګمرک کې داسې یوه واحده خونه رامنځته کړي چې د سوداګرو د اسنادو طی مراحلو چارې په کم وخت کې ترسره شي.

هغه ډاډ ورکوي چې د دې خونې له رامنځته کېدو سره به د صادراتو برخه کې د پام وړ ډېروالی راشي.

حیرتان سوداګریز بندر د هېواد یو له مهمو بندرونو دی چې هره ورځ سلګونه ټنه سوداګریز توکي له دغه بندره صادر او یا هم هېواد ته وارد کېږي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.