Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«طبیعي مستې سرطاني ناروغانو ته ګټه لري خو په پلاستیکي لوښو کې تومنه مستې روغتیا ته ضرر لري»

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): «په پلاستیکي لوښو کې د شیدو تومنه کول د سرطان لامل ګرځي او روغتیا ته زیان رسوي.»، دا هغه مطلب دی چې په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کېږي خو روغتیایي سرچینې په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي، وايي تر اوسه پر سرطان د اخته کېدو اصلي لاملونه نه دي ثابت شوي.

په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي مطالب

د «دوکتوران جوان» فېسبوک‌پاڼې «د شیدو تومنه کولو لپاره له خټینو لوښو کار واخلئ» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «په پلاستیکي لوښو کې د شیدو تومنه کولو پر مهال د شيدو ګرموالی د لوښي کیمیاوي موادو ازادېدو لامل ګرځي چې سرطان‌زا وي او روغتیا ته زیان لري، دا د بازاري مستو او لبنیات پلورونکو جدي او عمومي ستونزه ده چې له پلاستیکي لوښو او سطلونو کار اخلي چې مسوولین او خلک د دې مسئلې په اړه غافل دي.»

ورته مهال، د «توصیه‌های پزشکی و روان پزشکی» یوې بلې فېسبوک‌پاڼې د «یوازې د یوه لامل له مخې بازاري مستې سرطان‌زا دي او روغتیا ته زیان لري؟؟!» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی؛ ځکه لومړۍ ګرمې شیدې په پلاستیکي سطلونو کې اچوي او مستې جوړوي، پوهېږئ چې د خوراکي توکو ګرموالی په پلاستیکي لوښو کې د کیمیاوي تعاملاتو او مضره موادو ازادېدو لامل ګرځي چې د سرطان لامل ګرځي او روغتیا ته زیان رسوي.

په یاده پاڼه کې د خپور شوي یاد مطلب په پای کې لیکلي چې د شیدو تومنه کولو لپاره د پلاستیکي لوښو پر ځای دې له فلزي لوښو کار واخیستل شي.

ورته مهال، نورې پاڼې لکه «طبیب حکمت مطهري، «صحت و سلامتي»، «بچه‌ګک یکتاپرست» هم ورته مطالب خپاره کړي دي.

دغه راز، د ریبل په نوم اېکس‌پاڼې هم د «دوستانو! سنتي مستې چې پیک شوې پلورل کېږي، مه اخلئ؛ ځکه د نایسینه په نوم یو ډول انټي باکتریال لري چې د سرطان پیدا کېدو لامل کېږي.» مطلب خپور کړی دی.

خو د چارو پوهان او مسوولین: تر اوسه په نړۍ کې د سرطان پیدا کېدو اصلي لامل نه دی ثابت شوی

روغتیاپالان په دې اده بېلابېل نظرونه وړاندې کوي او وايي چې تر اوسه پر سرطان د اخته کېدو اصلي لامل نه دی ثابت شوی، خو مستې پر سرطان د اخته ناروغانو لپاره ډېره ګټه لري، خو باید له تازه مستو کار واخلو.

 د کابل ښار د وزیر محمداکبر خان په روغتون کې د عمومي داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي پژواک خبري اژانس ته وویل : «په پلاستیکي لوښو کې د ګرمو شېدو کارول خپله دا زمینه برابروې څو د پلاستیک ذرې له شېدو سره یوځای شي چې دغه پلاستیکي ذرې بېلابېل زیانونه لري له هغې ډلې ښايي د سرطان لامل شي او که مستې په پلاستیکي لوښو کې د ډېر وخت لپاره ساتل کیږي، خپله مستې اسیدي مواد دي، یاد مواد د دې لامل کېدای شي چې د لوښو د تخریش او د دې لامل ګرځي چې د پلاستیک ذرې له مستو سره یوځای شي او د ناروغیو د رامنځته کېدو خطر په مستو کې د پلاستیکي موادو شتون لپاره دی.»

هغه زیاتوي: «هغه مستې چې په طبیعي ډول تومنه او چمتو کېږي، کومه ستونزه نه‌لري؛ که احیانا ویل کېږي چې د مستو جوړولو لپاره له ځینو کیمیاوي توکو کار اخیستل کېږي، د دې لپاره چې خوند او خاصیت یې لا ښه کړي، کیمیاوي مواد چې کارول کېږي، د ډېرو دقیق ترکیب یې نه دی معلوم او ډېری کیمیاوي مواد چې په خوراکي صنایعو کې کارول کېږي، روغتیا ته زیان لري، کولای شي د بدن پر بېلابېلو سیستمونو بدې اغېزې وکړي.»

نوموړی وايي، ښه دا ده چې ګرمې شيدې یا ان خپله مستې په ځانګړې توګه که د ډېر وخت لپاره ساتل کېږي، په خټینو لوښو کې چې رنګه مواد ونه‌لري، وساتل شي.

ورته مهال، د کابل ښار په «کیور روغتون» کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ټرینر ډاکټر جنت‌ګل سهاک وايي، تر اوسه په دې برخه کې چې ایا پلاستیکي لوښو کې مایه شوې مستې سرطان زا دي که نه؟ څېړنې نه دي شوې.

هغه زیاته کړه: «خو مخکې ځینو رسنیو ویلي وو، پلاستیک ځینې داسې ذرې لري، کله چې پلاستیکي لوښو کې خواړه خوړل کېږي، لږ څه ستونزې رامنځته کېږي.»

دغه راز، په کابل کې د داخله ناروغیو متخصص مجتبی صوفي یاده موضوع رد کړه، ویې ویل: «دا موضوع حقیقت نه لري بلکې په هېواد کې د لبنیاتو د صنعت د له‌منځه وړو په‌موخه د ګاونډیو هېوادونو تبلیغات دي.»

مسوولین هم بېلابېلې نظریې لري

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکټر جاوېد هژیر وویل: «دا موضوع چې چا په ټولنیزو شبکو کې لیکلې، هتما مسوول کسان نه وو، یوازې عام وګړي دي، خلکو یوه ډېره ښه فتوا پیدا کړې، هر څه چې يې په خپل نظر سم نه وي وايي چې د سرطان لامل کېږي، په داسې حال کې چې تر اوسه د نړۍ په کچه چا د سرطان لاملونه په سمه توګه نه دي تشخیص کړي چې په دقیق ډول سرطان له د څه شي له امله رامنځته کېږي.»

هغه زیاته کړه: «د افغانستان د خوړو او درملو اداره … یوه تنظیمي اداره ده، یعنې کوم مواد چې تولیدېږي او یا له بهر راوړل کېږي، کیفیت یې ګورو، که په معیارونو، کیفیت، لیبل، د تولید پروسې او هغو کسانو کې چې د تولید په پروسه کې برخه لري، ستونزه وي، موږ پورې اړه لري خو تر اوسه د افغانستان د خوړو او درملو ادارې له لابراتوار څخه د دې موضوع په اړه کوم منفي راپور نه دی راغلی.»

نوموړي په دې اړه نورې خبرې ونه کړې خو ویې ویل، غوره ده چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام په دې اړه دقیق معلومات ورکړي.

د سرطان د کنټرول ملي برنامې د انکولوژي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر احمدجاوېد زرنګ پژواک ته وویل، مستې هغه لبنیاتو کې راځي چې سرطاني ناروغانو ته توصیه کېږي؛ ځکه چې لږ غوړ لري او د سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي.

په هغو ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو مطالبو ته په اشاره وايي: «دا موضوع هیڅ حقیقت نه لري، ډېری وخت چې په ټولنیزو شبکو کې کومې موضوعاګانې خپرېږي، حقیقت نه لري؛ ځکه چې کومو شیانو په اړه چې څېړنه شوې وي، څېړنه معتبره وي او په نړۍوالو معتبرو ژورنالونو کې خپره شوې وي، هغه مسئلې د منلو وړ دي.»

نوموړي په ټینګار وویل: «تر اوسه د سرطاني ناروغیو اصلي لامل څرګند نه دي، یوازې د خطر ځینې لاملونه دي چې که انسانان ورته متوجې نه شي، ښايي د سرطاني ناروغیو لامل شي چې یو یې د کنسرو او یا ساتل شویو خوړو خوړل دي چې په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په سرطان اخته دي، د سرطاني حجرو په وده کې رول لري.»

که څه هم هغه په سرطان اخته ناروغانو او ان عادي روغو کسانو لپاره د بسته‌بندي شوو خوړو دوامداره خوړل مضره وګڼل خو زیاته یې کړه: «ماست یو داسې لبني محصول دی چې ډېر نه ساتل کېږي او زیاتره تازه راوړل کېږي او خوړل کېږي او یخ خواړه دي…»

ډاکټر احمدجاوېد زرنګ سپارښتنه وکړه: «ډېری وخت ناروغانو ته سپارښتنه کوو چې له مستو او په ځانګړې توګه له خوږو مستو ډېره ګټه پورته کړي… خو هغه مستې چې کنسرو شوي وي، له هغو ګټه پورته نه کړي‌، له تازه مستو څخه دې کار واخیستل شي، که ډېر راوړل شي، غوره دا ده چې په خټینو یا اوسپنیزو لوښو کې وساتل شي.»

خو د خبرو په پای کې یې وویل: «هغه خواړه چې ډېر ګرم وي، باید هڅه وشي چې پلاستیکي لوښو کې ترې ګټه پورته نشي ځکه چې خپله پلاستیک د پولي ایتلین بېلابېل مواد لري، کله چې پکې ګرم خواړه وساتل شي، خوراکي توکو سره یو ځای کېږي او د انسان په بدن کې د سرطاني ناروغیو په شمول د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي ځکه چې د خوړو نوعیت او کیفیت له‌منځه وړي او هغه مواد چې خوړو کې دي، رنګ یې بدلوي، له ګټور شکل څخه مضر شکل ته بدلېږي.»

هغه د خبرو پای کې مستې یو له ګټورو لبني محصولاتو څخه وګڼلې او و یې ویل، خلک یې باید په تازه ډول وکاروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.