کابل (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۳): د ا.ا مرستیال ویاند وايي، په روانه غويي میاشت کې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د اتو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ لګښت یې حکومت او ۲.۴۷۰ میلیارده افغانۍ لګښت یې خصوصي سکټور ورکوي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هرات – غور سړک، د کابل ښار خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه، د کابل ښار له شهید څلورلارې تر قصبې سړک، د کابل له هوایي ډګره تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک جوړول او د هرات پاشدان بند د پاتې چارو تر سره کول په روانه غویي میاشت کې پیل شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ټولیز لګښت ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ کېږي.
فطرت وایي چې د دغو پروژو پیسې اسلامي امارت ورکوي.
هغه زیاتوي، چې د صنعت سکټور برخه کې، هرات کې د «ایتوک فارما» او «افغان میډیسن» درملو تولیدي فابریکې او د «شمس کولا» غیرالکولي مشروباتو تولیدي فابریکه شاملې دي چې مجموعي لګښت يې دوه میلیارده او ۴۷۰ میلیونه افغانۍ کېږي.
دی وایي چې د يادو پروژو لګښت خصوصي سکټور ورکوي.
Views: 48