کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه هېواد کې افغان سفیر د ۵۴ هېوادونو د دیني مشرانو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کنفرانس د مالیزا په پلازمېنه کوالالمپور کې جوړ شوی و چې په کې افغان سفیر نقیبالله احمدي هم ګډون وکړ.
سرچينې لیکلي چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ د څلورپنځوس هېوادونو دیني مشرانو، د مالیزیا لومړي وزیر، وزیرانو، د رابطة العالم الاسلامي مشر، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، علماوو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې د کنفرانس په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
Views: 29