ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یو ډول فنګسي ناروغۍ باغونه زیانمن کړي

8 May 2024 - 16:46
8 May 2024 - 16:46

ایبک (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې یو شمېر بڼوال وایي چې د وروستیو ورښتونو له امله ځینې نباتي ناروغۍ لکه شاټحول او شکرک خپرې شوې او د دوی باغونه یې زیانمن کړي دي.

سمنګان د بېلابېلو مېوو، په ځانګړې توګه د بادام او انګورو باغونو په درلودو مشهور دی او د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي د بېلابېلو مېوو د نیالګیو په کېښودلو او روزنه بوخت دي.

د سمنګان د مرکز ایبک ښار اړوند د دلخکي کلي یوه بڼوال عبدالکریم نظري پژواک ته وویل چې وروستي ورښتونه د دې لامل شوي څو د دوی باغونه پر یو ډ‌ول فنګسي ((shot hole او شکرک ناروغیو اخته شي چې له هرو لسو ونو ۹ یې مرض وهلې دي.

نوموړي زیاته کړه: «۱۸ جریبه ابي ځمکه لرم، پر هغه ټوله ځمکه مې د مېوو ونې ايښي، هر کال به مې له باغه ښه عاید ترلاسه کول، خو سږ کال د ناروغۍ خپرېدو ناهیلې کړی یم، هر کال د نباتي ناروغیو شاهدان وو، خو سږ کال د شاټحول په نوم ناروغي د دې لامل شوه چې زموږ د ونو ټولې مېوې توی شي، دا یوه بې‌سارې ناروغي ده.»

ده د دغه ولایت له ځایي مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید د دې ناروغۍ له منځه وړلو برخه کې له بڼوالو سره همکاري وشي، په ځانګړي ډول زیانمنو بڼوالو ته پوهاوی ورکړل شي.

د ایبک ښار د منګتاش کلي د بادامو یو بڼوال نورالله وایي چې دغه ولایت کې دې وروستیو بارانونو له امله د ونو ټولې پانې وسوځېدې دا سوځېدل د شاټحول او شکرک په نومونو ناروغیو خپرېدو له امله شوي دي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه کله چې ونې پر دغو ناروغیو اخته شوې، زموږ د کلي د ټولو باغونو حاصلات له منځه لاړل، دا ناروغي یوه بې‌سارې او نوې ناروغي وه.»

هغه هم د ځایي مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، ډېری بڼوال په یوازې ځان د دغه مرض د له منځه وړلو وس نه لري، باید له دوی سره همکاري وشي.

بلخوا، د سمنګان د کرنې ریاست مسوولینو پژواک ته ومنله چې د پرله‌پسې بارانونو له امله یو ډول فنګسي ناروغۍ (شاټحول) دغه ولایت کې بڼوال زیانمن کړي او د باغونو حاصلات یې له منځه تللي دي.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر خلیل کریمي وویل، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دې ناروغۍ ایبک ښار او حضرت سلطان، فیروز نخچیر، خلم او د خرم سارباغ ولسوالیو کې باغونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

کریمي زیاته کړه، دا ناروغي د پاڼو له سوري کېدو پیلېږي او د ونو ټول حاصلات له منځه وړي او دغه ولایت کې یې ډېر د بادامو، زردالو او پستې حاصلات له منځه وړي دي.

نوموړي وویل، د سمنګان د کرنې ریاست تر اوسه د امکاناتو نشتوالي له امله نه دی توانېدلی چې د دغه مرض د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي، خو په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.

نوموړی وایي، د ورځې لسګونه بڼوال چې باغونو یې پر دغه مرض اخته دي، دغه ریاست ته مراجعه کوي چې د یادې ناروغۍ په تشخیص او له منځه وړلو کې ورسره همکاري کېږي او پوهاوی ورکول کېږي.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version